خبرونهټولنه

متحدو عربي اماراتو دولس افغان بندیان آزاد کړل

کابل، د زمري ۱۵ مه، باختر

متحدو عربي اماراتو د افغانستان اسلامي امارت د رییس الوزرا د مرستیال په غوښتنه دولس افغان بندیان آزاد کړل.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د ریاست ‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند متحدو عربي اماراتو ته د خپل سفر پر مهال د هغه هېواد له چارواکو غوښتي و چې په متحدو عربي اماراتو کې بندي افغانان خوشې کړي.

د ریاست الوزرا له معاونیت څخه باختر آژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ملا عبدالغني برادر اخوند له یادې غوښتنې سره هغوی موافقه وکړه، چې له امله یې نن 12 کسان آزاد او خپل هېواد ته راستانه شول.

سرچینه زیاتوي چې ډېر ژر به په متحدو عربي اماراتو کې لسګونه نور افغانان بندیان هم خوشې او خپل هېواد ته به راستانه شي.

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت د هڅو په پایله کې له دې وړاندې هم د پاکستان او ګوانتانامو له زندانه لسګونه افغان بندیان آزاد شوي وو.

ن.ر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا