خبرونهښوونه او روزنه

په سمنګانو کې ممتاز زده کوونکي وستايل شول

کابل/د ليندى ٣٠مه/باختر
په سمنګانو کې يوشمېر ممتاز زده کوونکي نن وهڅول شول او وستايل شول.
د باختراژانس د سيمه ييز خبريال د خبرله مخې؛ ٩ تنه زده کوونکي چې د روان کال د کانکور په ازموينه کې لوړې نمرې ترلاسه کړې وې ، د اکتيد موسسې په هر زده کوونکي له تجهيزاتوسره يې يو يو لب تاب کمپيوتر ورکړل .
په سمنګانو کې د اکتيد موسسې د روزنيزو پروګرامونو مسوول عبدالجليل امين وايي دغه موسسه د ممتازو زده کوونکو د هڅونې او درناوي په خاطر چې په زياتو ستونزو سره بريالي شوي دي د کانکور په ازموينه کې ښې نمرې ترلاسه کړي هغوى ته يو يو لب تاب کمپيوتر ورکړ.
ختم_ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته