اقتصاد

دمالیې وزیر د افغانستان لپاره د امنیتي لېږد له پخواني قوماندان او د بهرنیو ځواکونو د غوڅ ملاتړ له مرستیال سره د مخه ښې کتنه وکړه

کابل باختر د چنګاښ شلمه
دمالیې وزیر ښاغلي اکلیل حکیمي، نن د خپل کار په دفتر کې د افغانستان لپاره د امنیتي لېږد له پخواني قوماندان او د بهرنیو ځواکونو د غوڅ ملاتړ له مرستیال ښاغلي جنرال ریچارډ کیسر، سره د مخه ښې کتنه وکړه.
دمالیې وزارت دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې له فساد سره په مبارزې، په امنیتي او قضایې برخو کې پر اصلاحاتو، له جورجیا هیواد څخه د مالیې وزیر د لیدنې او یو شمېر نورو اړوندو مسایلو بحث او خبرې وشوې.
دمالیې وزیر په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ له پخواني قوماندان د تر سره شویو کارونو او فعالیتونو د ستاینې تر څنګ ښاغلي روبن فونټس ته چې د ښاغلي جنرال ریچارډ کیسر پر ځای ټاکل شوی ښه راغلاست ووايه او په اړوندو کارونو کې یې ورته د بریالیتوب هیله وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته