ټولنه

کابل ښاروالۍ د يوشمېر سيمو ويالې پاکې کړې

کابل / د وري ٢٦ مه / باختر
کابل ښاروالۍ د سطحي اوبو د مديريت په موخه د کابل ښار په ځينو سيموکې ويالې  او کانالونه پاک کړل.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د کابل ښار د ويالو او کانالونو پاکول له هغه وروسته چې د يوشمېر خلکو له خوا د کثافاتو په اچولو سره بند شوي وو، ترسره شول.
د ويالو د پاکولو دغه بهير د کابل ښار په نورو ساحوکې هم دوام کوي.
له بله پلوه د کابل ښاروالۍ مسوولينو د سطحي اوبو د ښه مديريت په خاطر د تخنيکي سندونو په څېړنې بوخت دي چې د ښار په کچه ويالې او کانالونه په اساسي ډول بيا ورغول شي.
ختم – ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته