
کابل، د زمري ۱۷مه، باختر
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي نن د کرکټ ملي لوبډلې له مسؤلینو او لوبغاړو سره په کتنه کې وويل چې ورزش کولای شي د ولسونو او نظامونو ترمنځ د مثبتو اړیکو او نږدې والي سبب وګرځي.
متقي په دغه کتنه کې خوښي څرګنده کړه، چې افغانستان د یوې قوي او ویاړلې کرکټ لوبډلې څښتن دی او ټول لوبغاړي یې د هېواد لپاره ویاړ وبلل.
د بهرنيو چارو وزارت سرپرست زياته کړه، چې کرکټ او نورې لوبې کولای شي، چې د سیمې او نړۍ په کچه د ولسونو او نظامونو ترمنځ د مثبتو اړیکو او نږدې والي سبب وګرځي او د ښې او سالمې روغتيا لپاره پیغام واوسي.
نوموړي لوبغاړو ته د توصيې په ډول وویل چې (په کور دننه او بهر اسلامي او ملي ګټو ته ژمنیتا او د خپلي ادارې ښه اطاعت ستاسو د برياليتوب راز دی تاسو مثبت ذهنیتونه وړاندې کړئ او په عمل کې مو خپله دینداري، اسلامي اخلاق او هېودانۍ مینه تمثیل کړئ.)
مولوي اميرخان متقي له لوبغاړو څخه وغوښتل، چې خپل منځي همغږي او صمیمیت ته لا زیاته پاملرونه ولري او خپلو لوبیزو زده کړو ته دوام ورکړي تر څو د تېر په شان په ملي او نړيواله کچه هېواد وځلوي.
په ورته وخت کې د کرکټ بورډ سرپرست میرویس اشرف او د لوبډلې کپتان حشمت الله شهیدي د ټولو لوبغاړو په استازيتوب د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست څخه مننه وکړه، چې همېشه یې لوبغاړي تشويق کړي او د کرکټ بورډ له ادارې سره یې خپله همکاري جاري ساتلې ده.
دوی همدارنګه د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست سره د لوبغاړو ځینې غوښتنې او اړتیاوې هم شریکې کړې، چې د نوموړي له لوري ورته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړل شو.