سیاست

تبصره

کابل باختر د زمري  اتمه :
افغانستان  دمنځني اسيا له هيوادونوسره  داړيکو دودې او پراختيا په نسبت  مثبت او فعال نظر لري او په دغه شان  چلند سره  دسيمه ئيزې همکاري  او همغږي په لور  ګام اخلي .
دباختراژانس  مبصر ليکي ،  کابل  وړمه ورځ  دترکمنستان  دبهرنيو چارو  دوزير  کوربه و ،  کابل ته  دترکمنستان  دحکومت  ددغه  جګپوړي  مقام سفر  به  کابل ته  ددغه هيواد  دجمهور رييس  دسفر سريزه وي  چې په نږدې راتلوونکې کې  ترسره کيږي .
  افغانستان او ترکمنستان دوه ګاونډي  هيوادونه  چې زياتو مشترکاتو هغوى ته  پيوند ورکړى دى له سرخوږي  پرته  اړيکې لري . افغانستان دمنځني اسيا  دهيوادونو په ګډون  له ګاونډيو هيوادونوسره  داړيکو دودې او پراختيا په نسبت  مثبت  او فعال نظر لري  او په همدې حال کې  ترکمنستان  دبې طرفه مثبت بهرني سياست  په غوره کولو سره  دسيمه ئيزو همکاريو دپراختيا لپاره  زمينه برابره کړې ده او هلې ځلې کوي  چې  دسيمه ئيزې همغږي او همکاري  دودې لپاره له شتو فرصتونو څخه  کار واخلي .
  نن ورځ  دتاپي  دګازو دليږدونې دپروژې  په ګډون  چې  دافغانستان له لارې  پاکستان او هندوستان ته دترکمنستان  دګازو دصادرولو زمينه برابروي ،  داوسپنې دپټلۍ  دغزولو  چې  ترکمنستان افغانستان او تاجکستان  له يوبل سره  يوځاى کوي دلاجوردو  دلارې  دپروژې  چې اذربايجان او اروپا ته  دترکمنستان له لارې دافغانستان لاره به  لنډه کړي  په ګډون سترې اقتصادي پروژې  ،  هغه پروژې دي چې دسيمه ئيزو همکاريو  او همغږيو څرګندوي دي .
دغه راز افغانستان او داسيا جنوب ته  له ترکمنستان څخه  دانرژي دليږدونې ،  دافغانستان  له ترانزيتي  تګلوري څخه  دهند دسمندر په لور  دترکمنستان  دنفتي موادو  دليږدونې په ګډون  نورو پروژو وکولاى شول  افغانستان او ترکمنستان  له يوبل سره  لازيات  نږدي کړي .
نن ورځ  دافغانستان او ترکمنستان ترمنځ  تجارتي معاملې په  ښه کچه کې دى او دواړه هيوادونه  خپلې تجارتي معاملې  په هرات کې  دتورغندي بندر او په فارياب کې  د آقينه بندر له لارې  ترسره کوي .په نورو برخو کې هم دافغانستان او ترکمنستان ترمنځ  همکاري  دودې او پراختيا په حال کې ده .
دترکمنستان له لوري  دبې طرفه مثبت سياست غوره کول دنورو هيوادونو ترمنځ  ددغه هيواد  اتوريته  او اعتبار  پياوړي کړى دى،  ترکمنستان  ددغه شان سياست  په غوره کولو سره  وکولاى شول  چې  دطالبانو پاملرنه  کله چې  هغوى  په افغانستان کې  حکومت کاوه  له ځان سره ولري . او دطالبانو دحکومت له راپرځيدو وروسته  ترکمنستان  په وار وار  دافغانستان ددولت  او دهغه  دوسله والو مخالفينو ترمنځ  دخبرو دکوربه توب لپاره  خپل تياري  څرګند کړ . چې له دغه حرکت  سره  دافغانستان ددولت ملاتړ هم شته .  خو دغه ټول پروګرامونه او پروژې  هغه وخت کولاى شي  دتطبيق ساحه او ځاى پيداکړي چې افغانستان  ، ترکمنستان  او دمنځني اسيا نور هيوادونه  خپل ګډ ګواښونه  درک کړي چې  سيمې ته يې  جدي خطر متوجه کړى دى .
  نن ورځ  دالقاعده  او داعش په شان دتروريستي ډلو په شتون کې بنسټ پالنه  او تروريزم  له سيمې څخه  ثبات او امنيت اخلي . ، هغه تروريستي ډلې چې دپيدايښت او دتمويلولو سرچيني يې  په ډاګه  او روښانه دي  هلې ځلې کوي  چې  افغانستان  دمنځني اسيا په لور دتيريدو په دهليز بدل کړي .  له شک پرته  دايوستر استخباراتي پروګرام دى  چې دمنځني اسيا  ناامنه کول هم  په اجندا کې يې  شامل دى .  ددې  ترڅنګ په سيمه کې ټاکلي کړۍ له نړيوالې مافيا سره  په ملګرتيا کې  افغانستان  دنشه يي توکو په نامه  په ناوړه پديده کې لټار کړى دى . او داروپا او روسيې په لور دهغو دقاچاقو لپاره يې  دمنځني اسيا ترانزيتي تګلوري  انتخاب کړي دي .
  دترلاسه شويو معلوماتو له مخې په افغانستان او دسيمې  په  نورو هيوادونو کې په سلو کې شل  توليد شوي  نشه يي توکي کال په کال دمنځني اسيا  له لارې  روسيې ته رسيږي . او  دغه شان  نور چلنجونه  چې کولى شي دسيمې په کچه  ثبات له ستونزو سره  مخامخ کړي او باور او اعتبار  له منځه يوسي . 
نولازمه ده  چې دافغانستان او ترکمنستان  په ګډون دسيمې هيوادونه  ددغه شان ستونزو په وړاندې  خپل دريځونه  لاپسې نږدې کړي . همکاري پراخه کړي او په يوه ګډ چلند سره  او  ديوې سيمه ئيزې  غونډې په شتون کې  خپلې ستونزې  حل کړي .  چې دسيمه ئيزې همکاري  دودې او پراختيا لپاره  فرصتونه برابر شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته