نړۍ

په اوکراين کې د پوځي بيړني حالت اعلام.

کيف -بي بي سي – باختر دکب دمياشتې ١١ اوکراين دغه هيواد ته د روسيې دپوځي ځواکونو داستولو دتصويب په غبرګون کې دخپلو وسله والو ځواکونو د بيړني حالت داعلام خبر ورکړى دى . باختر آژانس د بي بي سي له خولې خبر راکړ : د اوکراين لندمهال جمهور رييس الکساندر تورچينف په يوه ټلويزيوني وينا کې ددغې موضوع د اعلامولو په ترڅ کې په حساسو مرکزونو کې دامنيتي تدبيرونو د زياتوالي خبر ورکړ. دا په داسې حال کې ده چې د روسيې د دوما مجلس ددغه هيواد د ګټو ددفاع لپاره اوکراين ته د پوځونو داستولو لپاره د ولاديمر پوتين له غوښتنې سره موافقه کړې ده چې دغه اقدام دلويديځو هيوادونو له غبرګون سره مخامخ شوى دى دملګرو ملتو دسازمان امنيت شورا پرون مازيګر په يوه بيړنۍ غونډه کې د اوکراين حالات وڅيړل. په دې غونډه کې د روسيې او دلويديځو هيوادونو سفيرانو په يو بل د اوکراين په چارو کې دلاسوهنې تور ولګاو. له بله پلوه دملګرو ملتو په سازمان کې د اوکراين سفير يوري سرګنيف په دې غونډه کې د ساتنې لپاره دخپل هيواد د ځمکنۍ بشپړتيا دمرستې غوښتنه وکړه. دغه راز دملګرو ملتو دسازمان سرمنشي بان کى مون په اوکراين کې د آرامۍ دسملاسي ټينګښت او دخبرو ډير ژرپيليدو غوښتنه کړې ده . دامريکا جمهور رييس بارک اوباما هم له روسيې څخه غوښتي دي چې په اوکراين کې سياسي کړکيچ کم کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته