امنیت

د طالبانو دوه تنه سيمه ييز قوماندان ووژل شول.

کابل –باختر د مرغومې دمياشتې ٢٧
د طالبانو دوه تنه سيمه ييز قوماندانان له خپلو پنځو تنو افرادو سره په غزني ولايت کې ووژل شول.
دغزني دوالي وياند باختر اژانس ته وويل دپوليسو ځانګړو ځواکونو په تيرو ٢٤ ساعتو کې عمليات ترسره کړل چې له امله يې په حميد مشهور د مولوي رحمت الله او د ملا عزت الله په نومونو د طالبانو دوه تنه قوماندانان دغزني ولايت په ګيلان ولسوالۍ کې ووژل شول.
ويل کيږي يوبل طالب دامنيتي ځواکونو له خوا نيول شوى دى او پوليسو ته زيان نه دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته