کابل – باختر د غبرګولې دمياشتې ٢٧
د داعش د ډلې پنځه تنه غړي د امنيتي ځواکونو له خوا په ننګرهار ولايت کې ونيول شول.
دغه يرغلګر د ننګرهار ولايت دبټي ګوټ ولسوالۍ په مربوطاتوکې نيول شوي دي.
دبټي کوټ ولسوال حاجي غالب د باختر آژانس خبريال ته وويل: د داعش د ډلې دغه پنځه تنه غړي کله چې په تروريستي فعاليتونو بوخت وو؛ د امنيتي مامورينو د ځانګړو عملياتو په بهيرکې ونيول شول.
په همدې حال کې د ننګرهار پوليس وايي چې د طالبانو او د داعش په ګډون د نورو تروريستي ډلو د ځپلو په مقصد يې د دغه ولايت په بېلابېلو برخوکې پوځي عمليات پيل کړي دي.