سیاست

هند په کابل کې د شاه توت بند جوړولو ژمنه وکړه

-کابل باختر دکب نهمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني پرون له غرمې مخکې د هند د بهرنیو چارو وزارت معین ښاغلي ویجی ګوکلي خپل حضور ته ومانه.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې چې د جمهوري ریاست د ارګ په ګلخانې ماڼۍ کې وشوه، د هېواد جمهوررئیس د هند د بهرنیو چارو وزارت معین ته ښه راغلاست ووایه او د کابل پروسې په کنفرانس کې یې د هغه د ګډون له امله مننه وکړه.
ښاغلي ویجي جمهوررئیس ته د خپل هېواد د رهبرۍ نېکې هیلې وړاندې کړې او د کابل پروسې کنفرانس کې د ګډون د بلنې له امله یې له جمهور رئیس څخه مننه وکړه.
د هېواد جمهوررئیس له افغانستان سره په بېلابېلو په ځانګړي ډول په اقتصادي او انکشافي برخو کې د هند د دوامداره همکاریو ستاینه وکړه او د دغو همکاریو پر دوام یې ټینګار وکړ.
د هند د بهرنیو چارو وزارت معین د خپل هېواد په استازیتوب  ژمنه وکړه چې د افغانستان دولت او خلکو ترڅنګ به پاتې شي او هېواد به یې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
په دې کتنه کې د افغانستان او هند ترمنځ د هوایي کوریډور د ارزښت په اړه هم خبرې وشوې او هغه یې بریالی وباله او د ازبکستان له لارې یې د ځمکني کوریډور پر جوړېدو او هرات ـ مزار او چابهار ته د هغه پر اتصال ټینګار وکړ. همداراز، د چابهار بندر پر اقتصادي او ترانزیتي ارزښت بحث وشو او له دې لارې یې د همکاریو پراختیا د سیمې هېوادونو په ګټه وبلله.
ښاغلي ويجې له افغانستان سره د خپلو همکاریو د دوام ډاډ ورکړ او وې ویل، هېواد یې تیار دی چې په کابل کې د شاه توت بند د جوړولو لګښت  ورکړي او ډېر ژر د دغه بند کار  پیل کړي.
په دې کتنه کې پر پام وړ مسایلو په ځانګړي ډول امنیتي، اقتصادي او انکشافي همکاریو او په سیمه کې د سولې او ثبات د تامین په اړه بحث او خبرې وشوې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته