امنیت

اته ډار اچوونکي په روزګان کې ووژل شول

کابل / دکب  ٢٧مه /باختر :
اته وسله وال طالبان په روزګان کې  له پوځيانو سره په جګړو کې ووژل شول.
دغه جګړې تېره شپه او نن سهار د چارچينو ولسوالۍ په ځينو سيمو او د ترينکوت ښار ته څېرمه شوې دي.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي  چې په دې جګړو کې اته وسله وال طالبان وژل شوي دي.
  خبرپاڼه زياتوي  دغه ډار اچوونکې پر  ډار اچوونکو فعاليتونوبوخت وو، چې بريدونه پرې وشول.
د رارسېدلو خبرونو له مخې؛ په جګړو کې  د وسله والو طالبانو  څو جنګي وسايل هم ترلاسه شوي دي.
د يو بل خبرله مخې؛  پوځيانو  د روزګان  له ګڼ مېشتو لارو څخه د  ١٣ ماينونو په کشفولو سره د يو لړچاودنومخه ونيوله.
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته