امنیت

د ترينکوټ – قندهار د لويې لارې د پوليسو احتجاج

کابل- باختر دکب دمياشتې ٢
د پوليسو په لسګونو تنو ځواکونو د هغه څه په غبرګون کې چې د هغوى د حقوقو نه ورکول بولي؛ له خپلو قرارګاووڅخه وتلي دي.
د را رسيدلو خبرونو له مخې:
دغه پوليسان د خپلو پوستو په خوشې کولو سره د روزګان ولايت مرکز ترينکوټ ښارته راستانه شوي دي.
ويل کيږي؛ امنيتي ځواکونو وروسته له هغه چې د قندهار – ترينکوټ په لويه لاره کې خپلې پوستې خوشې کړې دي؛ طالبانو دغه پوستې نيولې دي.
د اعتراض کوونکو پوځيانو يوه قوماندان چې د نوم له اخستلوڅخه يې ډډه وکړه؛ وويل چې دوى له څلورو مياشتو را په دې خوا خپل حقوق نه دي ترلاسه کړي.
ده وويل چې دوى په دې لويې لارې کې څلور پوستې خوشې کړې او د ترينکوټ ښارته راغلي دي.
اعتراض کوونکي پوځيان په دولت د نه پاملرنې تور لګوي.
د روزګان ولايت وياند دوست محمد ناياب دغه خبر تاييدکړ، خو په دې باب د جزيياتو له ورکولو څخه يې ډډه وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته