ورزش

دتنکيو ځوانانو دفوټبال سياليو دوام وکړ .

کابل باختر دمرغومى يو ويشتمه :
دتنکيو ځوانانو دفوټبال سياليو پرون مازيګر په هرات کې په پنځو لوبو سره دوام وکړ .
دهرات ولايت دورزشي امريت مرستيال ضيا الحق ضيا دباختراژانس خبريال ته وويل: په لومړى لوبه کې  دپامير ټيم دصفر په وړاندې  په څلورو سره د باختر پرټيم بريالى شو .
په دويمه لوبه کې داريانا ټيم دصفر په وړاندې په يوې سره دسهيل ختيځ ټيم ته ماتې ورکړه او وروسته دپيروزي ټيم دصفر په وړاندې په يوې سره  داريا ټيم ته ماتې ورکړه  په څلورمه لوبه کې دافغان ټيم دصفر په وړاندې په دريو سره دکوثر ټيم ته ماتې ورکړه  او په پاى لوبه کې  دکهسان او انصاري  ټيمونو لوبه له ګول پرته برابره پاى ته ورسوله .  دغه سيالۍ دشلو ټيمونو ترمنځ په هرات کې پيل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته