سیاستخبرونهTOP

د رياست الوزرا اقتصادي مرستيال د روزګان د قومي مشرانو او ديني عالمانو ستونزې واورېدې

کابل، د مرغومې ۱۶مه، باختر
د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند نن په خپل کاري دفتر کې د روزګان ولایت د ديني عالمانو او قومي مشرانو ستونزې واورېدې.
يادو ديني عالمانو او قومي مشرانو په هېواد کې د راغلي امنیت ستاینه وکړه او زیاته یې کړه، چې د روزګان ولس به په هر حالت کې د اسلامي امارت تر شا ولاړ وي.
دوی همدارنګه د روزګان له مرکز ترینکوټ څخه ولسوالیو ته د غځېدلو سړکونو د بیارغولو، د څښاک پاکو اوبو چمتو کولو او همدارنګه د چک ډیمونو جوړولو ترڅنګ ځینې نورې ستونزې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال سره شریکې کړې.
په ورته وخت کې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د شل کلن اشغال د ختم او د اسلامي نظام راتلو لپاره د روزګان ولایت د خلکو او مجاهدینو د بې ساري قربانيو ستاينه وکړه.
د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د روزګان ديني عالمانو او قومي مخورو ته ډاډ ورکړ، چې له مرکز ترینکوټ څخه ولسوالیو ته د غځېدلو سړکونو، د څښاک پاکو اوبو او همدارنګه د چک ډیمونو جوړولو په برخه کې به خپلو امکاناتو ته په کتو اقدام وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته