امنیت

نهه تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل باختر د وري يوولسمه :
نهه تنه وسله وال طالبان نن په نورستان ولايت کې د نويو نښتو له امله ووژل شول .
دغه جګړه د کامديش ولسوالۍ بازار ته څېرمه هغه وخت ونښته چې وسله والو طالبانو د سرحدي ځواکونو په يوې پوستې بريد وکړ .
د افغانستان په ختيځ کې د سرحدي پوليسو يوه قوماندان د باختر  آژانس خبريال ته وويل چې د دغو جګړو له امله نهه تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ده وويل: جګړه د نورستان ولايت په کامديش ولسوالۍ کې د سرحدي ځواکونو په يوې پوستې له بريد وروسته ونښته.
ويل کيږي چې په دې نښته کې سرتيرو او د سيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته