امنیت

دوه تنه قاتلان د پوليسو له خوا ونيول شول

کابل باختر د وږي د مياشتې  ٢٧  :
دوه تنه پرون د پوليسو له خوا د يو تن د وژنې په تور په بغلان ولايت کې ونيول شول .
د بغلان ولايت د نهرين ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال محمدحسن طاهر د باختر آژانس خبريال ته وويل چې نيول شويوکسانو پخوا يو تنکى ځوان چې ديوه سراچه ډوله موټر چلوونکى و؛ د نهرين ولسوالۍ په تاده سنګ کلي کې وژلى و.
خبرځاى وويل چې دغه کسان د پوليسو له خوا د شيخ جلال د غاښي په ساحه کې ونيول شول او په لومړنيوتحقيقاتوکې يې په خپلو جرمونو اعتراف کړى دى  چې دغه موټر چلوونکى يې د ده د موټر د غلا په موخه وژلى دى.
په همدې حال کې د نهرين ولسوالۍ په سلګونو تنو اوسيدونکو د دغه وحشيانه عمل د غندلو په ترڅ کې د قاتلانو د مجازاتو غوښتنه وکړه او امنيه قوماندان ته يې خبر دارى ورکړى دى چې د مجازاتو د نه تطبيق په صورت کې به د څلورو ولسواليو مواصلاتي لارې د ترافيکو پرمخ وتړي. 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته