امنیت

یوولس طالبان په هلمند کې ووژل شول

 کابل / د مرغومي ٢٦ مه/ باختر    
یوولس وسله وال طالبان په هلمند کې په نویو هوايي بریدونو کې ووژل شول.
پر دغو طالبانو تېره شپه په سنګین او نهر سراج ولسوالیوکې بریدونه وشول.
د هلمند پولیسو د رسنیو دفتر د یوې خبرپاڼې په استولو سره باختر آژانس ته ویلي دي چې په بریدونوکې د دوو قوماندانانو په ګډون ١١ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
په بریدونوکې د طالبانو دوه پټنځایونه له جنګي وسایلو سره یې له منځه لاړل.
د یو بل خبر له مخې:
پولیسو د هلمند په ګڼ مېشتو لاروکې د ٨ ماینونو په کشف سره د یو لړ چاودنو مخه ونیوله .
تر اوسه د دغو ماین ښخونو په اړوند څوک نه دي نیول شوي.
پای/شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته