ورزش

په هرات ولايت کې د فوټبال د دويم لاس سياليو دوام وموند

کابل باختر د لړم دمياشتې اتلسمه :
په هرات ولايت کې دفوټبال د دويم لاس سياليو نن سهار په دريو لوبوسره دوام وموند .
دهرات ولايت د ورزشي آمريت مرستيال ضيا الحق ضيا باخترآژانس ته وويل: په لومړۍ لوبه کې د پيمان ټيم د دريو په مقابل کې په پنځو سره د آرش پر ټيم بريالى شو.
په بله لوبه کې د آريا ټيم د دوو په مقابل کې په دريو سره د هرات وب ټيم ته ماتې ورکړه او په وروستۍ لوبه کې د پيروزي ټيم د صفر په مقابل کې په دريو سره دکوثر پر ټيم بريالى شو .
دغه سيالۍ د دولسو ټيمونو ترمنځ په دغه ولايت کې پيل شوې دي چې ټاکل شوې ده په دوام يې سبا سهار د ميوند او نوايي ټيمونه لوبه وکړي.
د يوبل خبر له مخې: په هرات ولايت کې نن د ځوانانو د باسکتبال سيالۍ د پوهنې د استقلال او د سمندر ټيمونو په لوبې سره پيل شوې .
دهرات د ورزشي آمريت مرستيال ضيا الحق ضيا باخترآژانس خبريال ته وويل: په دغوسياليوکې دځوانانو دباسکتبال پنځه ټيمونه ګډون کړى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته