امنیت

څلور تنه طالبان ووژل شول او ديارلس تنه نور يې ټپيان شول

کابلباختر دسنبلي٢٠
د تورخم په  لويه لاره کې د نويو نښتو له ا مله نن څلورتنه وسله وال طالبان  ووژل شول او ديارلس تنه نور يې ټپيان شول
په دې نښته کې د ملي اردو يو افسر هم شهيد شوى دى  .
نښته ددغى لوي لارې د بټي کوټ ولسوالۍ دداشونو په سا حه کې هغه وخت وشوه چې يوې ډلې طالبانو د ملي اردو د سرتيرو د ګزمې په کاروان بريد وکړ .
د٢٠١ سيلاب قول اردو  ويندوى  ډګروال نعمان عتيقي باخترآژانس ته وويل :  دغې  نښتې يوساعت دوام و کړ چې له ا مله يې  څلورتنه وسله وال طالبان  ووژل شول او ديارلس تنه نور يې ټپيان شول .
ډګر وال عتيقي په دې پيښه کې د اردو ديو افسر شهادت هم تائيد کړ .
ديوي اووني په بهير کي د تورخم په لاره کې په افغان ځواکونو دا دويم  بريد دى.
په لومړي بريد کې چې د طالبانو له خوا دپوليسو په يوې پو ستې وشو پنځلس تنه وسله وال طالبان  ووژل شول او د اردو يوسرتيرى ټپي شو .
په وروستيو څو کلونو کې طالبانو په بټي کوټ ولسوالۍ کې چى د تورخم د لوې لارې په تګلوري کې پرته ده په ترو رستي بريدونو لاس پوري کړي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته