ښوونه او روزنه

دښوونځي هغه ودانۍ چې له ګټې اخستنې مخکې اور ورته واچول شو .

-کابل باختر د لړم  نهمه :
په جوزجان ولايت کې دنجونو  ديوه ښوونځي  ودانۍ ته  مخکې له دې چې  ګټې اخستنې ته وسپارله شي  ، اور واچول شو.
دغې  ودانۍ ته  په شبرغان ښار کې دناپيژاندو وسله والو کسانو له خوا  اور اچول شوى دى .
  دجوزجان ولايت دپوهنې رييس عبدالحى  يشين  دباختراژانس خبريال ته وويل  ناپيژاندو وسله والو کسانو  لومړۍ  ددغه ښوونځي  دملازم پښې او لاسونه وتړل  او ښوونځى ته يې اور واچاوه  او ملازم ته يې  خبر دارى ورکړ چې له دې وروسته دې  نجونې  په ښوونځي کې  نه وي .
  ددغه ښوونځي  مدير ويلي دي  چې دغه ودانۍ  نوې  جوړه شوې وه  خو  له ګټې اخستنې مخکې اورورته واچول شو .
  داپه داسې حال کې ده چې  جمهوري رياست  خبر ورکړى دى  چې وسله والو طالبانو  په څو وروستيو مياشتو کې  دهېواد  په يوولسو ولايتونوکې  درې سوه ښوونځيو ته اور اچولى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته