سیاست

دجمهور رييس مرستيال : دنړيوالو مرستو دبرياليتوب او اغيزمنتوب کچه څيړنې ته اړتيا لري .

کابل باختر د زمري  څلورمه :
په افغانستان کې  دبرک  دنړيوالې موسسې  مسوولينو  نن له غرمې  مخکې دجمهور رييس دمرستيال  قانونپوه سروردانش سره وکتل .او په اړوندو برخوکې دهمکاريوددوام دتياري داعلامولو په ترڅ کې يې له خپلو کومکي  پروګرامونوسره دافغانستان دحکومت  په ملاتړ باندې ټينګار وکړ .
  دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباختراژانس ته خبر ورکړ ،  ددوى دڅرکندونوله مخې  دبرک نړيواله موسسه  په افغانستان کې دپوهنې  روغتيا او دټولنيزې پرمختيا  دبرخې په ګډون  په بيلابيلو برخو کې  فعاليت کوي  او همدا اوس  دافغانستان  په اتلسو ولايتونوکې  خپل فعاليت ته دوام ورکوي  او دغې موسسې  دغه راز  دظرفيت دلوړولو لپاره  په تيرو څو کلونوکې  دافغانستان  دولت  اوخلکو ته  مرستې برابرې کړي دي .
ددغې موسسې مسوولينو څرګنده کړه هلې ځلې کوي  چې  خپل  کومکي پروګرامونه  دافغانستان دخلکو له اړتياو او ددغه هيواد دحکومت  له لومړيتوبونوسره  سم  تنظيم او تطبيق کړي .
  دجمهور رييس مرستيال قانونپوه سروردانش هم  په افغانستان کې ددغې نړيوالې موسسې دهمکارۍ له امله دقدرداني دڅرګندولو په ترڅ کې  وويل  دبرک موسسې  په همکاريو سربيره  ، افغانستان اوبنګله ديش  له زياتو کلونو راپديخوا  ښې او دوستانه اړيکې لري  او دسيمې په کچه کې هم  ګډ دريځ لري  چې هيله لرم  دغه اړيکې  له پخوا زياتې  ټينګښت ومومي .
دجمهور رييس دمرستيال  دڅرکندونوله مخې  دڅه دپاسه  يوې لسيزې په بهير کې  دحکومت  ، مرستندويو هيوادونو او دنړيوالو موسسو په همکارۍ  زيات پرمختګونه  شوي دي . خوبيا هم ددې غوښتنه کوي  چې  دمرستو  دبرياليتوب  اواغيزمنتوب  دکچې  او دپرمختيايي پروګرامونو په برخه کې څيړنې وشي .
دجمهور رييس مرستيال وويل دافغانستان دحکومت څيړنې  دترسره کيدو په حال کې دى اودمرستندويو هيوادونوپه کومکي پروګرامونوکې هم  بدلونونه رامنځته شوي دي او همکاري  له پخوا زياتې  منظمې  او دقيقې شوې دي .
قانونپوه سروردانش  دنړيوالو موسسو  دهمکاريو په باب هم  وويل  ښه به دا وي   چې همکارې موسسې  دافغانستان  دحکومت  له لومړيتوبونو څخه په همغږۍ کې  خپل کومکي پروګرامونه  تنظيم کړي .
  دجمهور رييس مرستيال  په افغانستان کې دبرک  دنړيوالې موسسې  شتون او فعاليت اغيزمن وباله  او په هيواد کې  دهغې  دکار په دوام باندې دټينګار په ترڅ کې  په بيلابيلو برخو کې ددغې موسسې دهمکاريو له امله  مننه او قدرداني وکړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته