امنیت

تبصره

کابل – باختر د ثور دمياشتې ٣١
کابل وړمه ورځ يو ځل بيا ديوه تروريستي بريد ډګر و تروريستانو يوځل بيا دعدلي بنسټونو په کارکوونکو بريد وکړ. بيايې هم په داړلو لاس پورې کړ او وينه يې تويه کړه او ويې ښودله چې له قانون ،مدنيت او مصونيت سره دښمني لري.
دباختر آژانس مبصر ليکي:
وړمه ورځ په هيواد کې په پاليسۍ جوړونکي او قانون جوړونکي بنسټ يو تروريستي بريد وشو.
بياهم خالي ذهنه او تور زړي شخص او د ترورستي کړيو ګوډاګي ديوه ځانمرګي بريد په ترسره کولو سره زموږ يو شمير هيواد وال چې دعدليې وزارت کارکوونکي وو،شهيدان کړل او زموږ يو شمير نور هيواد وال يې ټپيان کړل.
دا لومړى ځل نه دى چې تروريستي کړۍ له بهرنيو استخباراتي شبکو سره دلاس يو کولو له لارې دعدليې په وزارت بريد کوي. په هيواد کې په دغه معتبر قانون جوړونکي بنسټ په تيرو وختونو کې هم دوه ځلې تروريستي بريدونه شوې وو دغه راز دغه بريد دشلو ورځو په بهير کې کيږي چې په هغو کې په بل حقوقي بنسټ لوى څارنوالۍ په کارکوونکو درې ځلې تروريستي بريدونه وشول او په دغو بريدونو کې ددغې ادارې يو شمير کارکوونکي شهيدان شول.
موږ هغه زړه بوږنوونکۍ پيښه چې نږدې دوه کاله مخکې دسترې محکمې دکارکوونکو دسپرلۍپه موټر وشو او ددغې بنسټ کارکوونکو دسپرلۍ په موټر وشو او ددغې بنسټ کارکوونکي يې قرباني کړل، نه ده هيره کړې. ددغه شان پيښو ترڅنګ موږ په کابل ، جلال آباد او قندهار کې دقضايي دستګاه دڅو تنو کارکوونکو دترور شاهدان يو دغه ټولې پيښې دا ټګى په داګه کوي چې تروريستي ډلې د افغانستان له عدلي دستګاه او قضايي بنسټونو څخه ويره لري ځکه دوى دقانون په تطبيقولو سره دقانون واکمني پياوړۍ کوي،دباثباته سياسي فضا ضمانت کوي او ددغه  شان يوه چلند او روحيې په شتون کې دتروريستانو دفعاليت ساحه چې دبهرنيو استخباراتي سازمانونو په واک  کې الې اووسيلې دي،لاپسې تنګيږي چې په پاى کې به د دوى دکمزورتيا او دهميشنۍ ماتې او ناکامۍ سبب شي که نه دعدليې وزارت او يا دلوى څارنوالى په کارکوونکو اويا هم دمحکمو او دسترې محکمې په کارکوونکو بريد، ترور،ځانمرګي يرغل او چاودنه څه ډول توجيه کيداى شي.
طالبان چې ځان ددغه شان رزيلانه او ناوړو بريدونو وياړلي يويې ووايي چې په ملکي بنسټونو بريدونه دکوم دليل او انګيزې له مخې کيږي.
ايا دعدليې وزارت،محکمې اويا لويه څارنوالي نظامي دستګاوې دي؟ ايا طالبانو په دغو بنسټونو په بريدونو سره دخپلې جنګي حوزې پوځي ځاى او يا استخباراتي سيموته پراخه کړي.
له شک پرته دوى ځواب نه لري . خو دا چې دوى دعدليې وزارت لوى څارنوالۍ اويا دسترې محکمې دڅو تنو کارکوونکو په شهادت سره دملکي وګړو په وړاندې دخپلو جنايتونو ګراف لوړ کړى دى.
طالبانو د وړمې ورځې بريد او په تيرو وختونو کې دورته بريدونو په ترسره کولو سره ثابته کړه چې له قانون سره دښمني لري او دخلکو دواکمنۍله پراختيا څخه ډاريږي،له پرمختللې ژوندانه او مدنيت سره واټن لري،متحجر او نوکر صفته دي.
په ملکي هدفونو بريدونو او دملکي وګړو وژنې په ډاګه کړه چې د طالبانو ستونزه له بهرنيو ځواکونو سره نه ده بلکې دايو کاطب او عوام غوړونکى شعار دي.
دهغوى ستونزه له خلکو سره ده او هدف يې هم دخلکو وژنه ځکه هغوى سياسي تنوع نه مني او دانساني او مدني ژوندانه په ودې باور نه لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته