امنیت

په پکتيکا ولايت کې تيره شپه درې تنه ياغي طالبان دخپل ماين قرباني شول .

کابل باختر د چنګاښ څليرويشتمه

 په پکتيکا ولايت کې تيره شپه  درې تنه ياغي طالبان دخپل ماين  قرباني  شول .

 دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ  درې تنه ياغي  طالبان کله يي چې غوښتل دپکتيکا ولايت دخيرکوټ ولسوالۍ  په مالى زي کلي کې  يو ماين ځاى پرځاى کړي دايښودلو په وخت  کې ماين وچاوديد او درې  واړه ووژل شول .

  ديوبل خبر له مخې  په چاوديدونکو توکو بار يو موټرسايکل  چې دوسله والو مخالفينو  له خوا دجوزجان ولايت په مرکز  شبرغان ښار کې دورانکارو فعاليتونو دترسره کولو په مقصد  چمتو کړي  شوي و له چاودنې مخکې ددغه ولايت دپوليسو دموظفينو له خوا کشف او شنډ  کړي شو .

 ددغي پيښې په اړوند څوک نه دي نيول شوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته