-کابل / دزمري ١٤مه /باختر:
ښوونځي د عامې روغتيا وزارت د لارښوونو له په پام کې نيولو سره له نهم ټولګي څخه تر ١٢ ټولګي پورې سبا پيلېږي.
د باختراژانس د خبرله مخې ؛ د پوهنې وزارت وياندې نوريې نزهت د باختراژانس له خبريال سره په تيلفوني اړيکه کې وويل: ټاکل شوې ده چې د وزيرانو شورا په نننۍ غونډه کې د ښوونځيو د پيل په باب وروستۍ تصميم ونيو ل شي .
هغې د درسي ساعتونو د څرنګوالي په باب وويل چې ټولګي په دريو برخو ويشل شوي دي خو په تولګي کې د زده کوونکوشمېرد ټولنيز واټن په باب د عامې روغتيا وزارت د لارښوونو له په پام کې نيولو سره ټاکل کېږي.
هغې دغه راز وويل چې له لومړي ټولګي څخه تر اتم تولګي پورې تراوسه پورې تصميم نه دى نيول شوى او په نږدې راتلونکې کې به په دې باب له مسوولو مقاماتوسره په همغږى کې هم تصميم ونيول شي .
ختم_ ج _اکرم
0 1 دقیقه لوستل