نړۍ

دپاکستان دحکومت او مخالفو ګوندونو ترمنځ سياسي ډب مات شو

اسلا م آباد ايرنا   باخترد وږي دمياشتې  ١١  :
دپاکستان دکورنيو چارو وزير نن اعلام وکړ   چې  ددغه هيواد دحکومت او مخالفينو ترمنځ ددريو اوونيزو اختلافونو ډب  د معتدلو مخالفو ګوندونو په لاسوهنې سره  مات شو.
رحمن ملک چې دپاکستان دپخواني جمهوررييس آصف علي زرداري دواکمنۍ په دوره کې دکورنيو چارو وزارت دنده په غاړه لرله نن   دحکومت د دوو سترو مخالفو ګوندونو  (تحريک انصاف او وګړنى غورځنګ )  له غړو سره  له خبرو وروسته  دخبريالانو په وړاندې  دسياسي اختلافونو دډب دماتيدو خبر اعلام  کړ  خو دجزئياتو په باب يې څه ونه ويل .
رحمن ملک  چې ګوند يې  په پارلمان  کې دشپږ اتيا څوکيو په لرلو سره  ، ډير ستر مخالف ګوند بلل کيږي اعلام وکړ چې  ددغه هېواد دحکومت او دعمران خان  او دطاهر القادري په مشرۍ د دوو ګوندونو ترمنځ دسياسي ډب  ماتيدل  دهغو خبرو   حاصل دى  چې   معتدلو  مخالفو ګوندونو دعمران خان او  دطاهر القادري له استازو سره کړي دي.
رحمن ملک وويل  نن شپه به ددغو لورو ترمنځ نوې خبرې وشي  اوپه  هغو کې به   له سياسي بحران څخه دوتلو دبهير دبشپړولو لارې چارې ولټولې شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته