کابل باختر د سلواغې ٤ نيټه :
په پروان ولايت کې پرون د امنيتي ځواکونو په عملياتو کې يوه اندازه مهمات او چاوديدونکي توکي کشف اوترلاسه شول.
د پروان ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند محمدعالم مخلص د باخترآژانس خبريال ته وويل چې د پروان ولايت د بګرام په ولسوالۍ کې د ملي امنيت او د ملي پوليسو د ځواکونو د ګډو عملياتو په بهير کې يوه اندازه مهمات او چاوديدونکي توکي چې د تروريستي بريدونو د ترسره کولو په مقصد په يوه بڼ کې ځاى پرځاى شوي و ، کشف اوضبط شول.
ده زياته کړه په دغو مهماتو کې د سکر ٤٣٤ سرګلولې ، د هاوان د ماينونو ٩٠ حق السوقونه ، د توغندي څلور ماينونه ، يو٨٢ ملي متري توغندى ، د منځني هاوان يو ماين او دوه نور ماينونه شته چې د پروان ولايت د ملي امنيت دادارې دانجينرۍ د ټيم له خوا په سيمه کې وچوول شول.
ددغو توکو په اړوند څوک نه دي نيول شوي . پاى ج ذ
0 1 دقیقه لوستل