ټولنه

په تخار ولايت کې له بيوزلو کورنيو سره مرسته .

کابل –باختر د مرغومې دمياشتې ٢٧
په تخار ولايت کې له يو شمير بيوزلو کورنيو سره ددغه ولايت دمقام له خوا مرسته وشوه.
دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې : په دغو مرستو کې يوه بوشکه غوړي،بړستنې ،لوبيا،بوره او چاى شته ،دغه مرسته له هغو کورنيو سره شوې ده چې نوي له جګړې څخه ژغولې شوې دي او بيوزلې دي .
دتخار ولايت ددرقدولسوالۍ نږدې يوه اوونۍ کيږي چې دطالبانو له شتون څخه پاکه شوې ده او ويل کيږي يو شمير هغه طالبان چې داستوګنې په کورونو کې پټ شوي وو هم دهيواد دامنيتي ځواکونو ته تسليم شول .
په همدې حال کې دتخار والي محمد ياسين ضيا ددغې ولسوالۍ له ټولو بيوزلو کسانو سره ژمنه کړې ده چې له دولتي امتيازونو څخه ګټه اخلي .
او ښي حکومتوالي به په دغې ولسوالۍ کې رامنځته کړي .
ده په تخار ولايت کې له ټولو موسسو او سوداګرو څخه غوښتې دي چې د درقد ولسوالۍ له اړو کورنيو سره مرستې وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته