نړۍ

د اسامه بن لادن د نيول کيدو د عملياتو د کتاب چاپ

واشنګټن بي بي سي  باختر دزمري د مياشتې ٣١ :
د امريکا د سمندري پوځ د ځانګړې قطعې يوه غړي مت بيسونت چې د اسامه بن لادن د وژل کيدو د عملياتو په باره کې يې د پلورنې وړ يو کتاب ليکلى دى،  بايد څه ناڅه٧ مليونه ډالره حکومت ته ورکړي .
ويل شوي دي چې بيسونت موافقه کړې ده چې دغه پيسې په دې دليل چې   د امريکا  ددفاع وزارت ددغه  کتاب د خپرولو لپاره مجوز نه  و اخيستى، ورکړي.
مت بيسونت د مارک اوئن په مستعار نامه د سختې ورځې کتاب په  ٢٠١٢ ميلا دي کال کې خپور کړ.
دالقاعده شبکې مشر بن لادن په  ٢٠١١ ميلادي کال کې دپاکستان په ايبت آباد کې دده په استوګنځي دامريکايي پوځيانو دبريد په بهيرکې ووژل شو او  وروسته مړى يې په سمندر کې وغورځول شو.
بيسونت زياته کړې ده: که څه هم ما هيڅکله نه غوښتل چې دخپلو پخوانيو همکارانو ژوند په خطر  کې واچوم ؛ خو اوس په دې پوه شوى يم  چې له  چاپ څخه مخکې د څيړنې لپاره زما د کتاب نه وړاندې کيدل کولاى شول د هغه   کورنۍ له سترخطر سره مخامخه کړي او زه په  ځانګړي توګه په همدې دليل بخښنه غواړم.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته