اقتصاد

په بلخ کې دلبنياتو دتوليد دوه سترې کارخانې جوړې شوې .

کابل باختر دغبرګولي يو ويشتمه :
په بلخ ولايت کې نن دلبنياتو دتوليد دوو سترو کارخانو په کار پيل وکړ.
دغه کارخانې  په ورځ کې دلسو زرو ليترو شيدو په توليد سره د مستو ، پنيرو او پيروي  په ګډون دزروکيلوګرامو لبنياتو دبرابرولو ظرفيت لري  .
دمسوولينو دڅرګندونو له مخې، دغه کارخانې دپاکيزه اودبلخ لبنياتو په نومونوجوړې شوې دي او دمزارشريف ښار په بيلابيلو سيمو کې دپنځه ديرشو نمايندګيو په لرلو سره  دبازار ځينې اړتياوې په معياري ډول او په ټيټې بيې سره تامينوى .
دوړاندې شويو ارقامو له مخې، په ورځ کې  زر تنه کارګران  دلبنياتو دتوليد په دغو کارخانو  او دهغو دپلورنې په نمايندګيو کې  کارکوي چې له دې جملې څخه څلور سوه تنه يې نجونې او ښځې دي .
دبلخ ولايت دکرنې او اوبو لګولو رييس کاتب شمس  د باختراژانس خبريال ته وويل چې دلبنياتو دتوليد ددغو دوو کارخانو جوړيدل په بلخ کې دپانګې اچونې او دکورنيو توليداتو له  زياتوالي سره مرسته کوي .
دشمس دڅرګندونو له مخې، دلبنياتو دتوليد ددغوکارخانو داړتيا وړ زر ليتره شيدې دبلخ ولايت دبيلابيلو سيمو داووه سوه تنو مالدارانو له خوا تامينيږي.
  له بلې خوا هم دپاکيزه اودبلخ لبنياتو دتوليد دکارخانو مسوولين وايي چې دخپلو محصولاتو  په نسبت دخلکو هرکلى ددې سبب شوى دى چې دوى په ښه کيفيت او په کم لګښت سره د خپلو توليداتو کچه لوړه کړي .
ددغو مسوولينو دڅرګندونو له مخې، دوى دروغتيايي موضوعګانو په پام کې نيولوسره لبنيات له نړيوالو معيارونوسره سم توليدوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته