ورزش

دباسکتبال دسياليو اتل .

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٢٨
دباسکتبال انتخاباتي لوبې نن دبلخ او قندهار د ټيمونو په لوبې سره دوام مومي دباسکتبال فدراسيون سکرتر جنرال غوث نيکبين باختر آژانس ته وويل د هيواد دباسکتبال دملي ټيم انتخابآتي سيالۍ شپږ ورځې مخکې له ولايتونو څخه داتو ټيمونو او له مرکز څخه دڅلورو ټيمونو په ګډون دبدني روزنې او سپورت په جمنازيوم کې پيل شوې دي چې په پايله کې دقندهار ، او بلخ ټيمونه د دريم مقام دترلاسه کولو په موخه لوبۀ کوي او له غرمې وروسته کابل ښاروالۍ ټيم او دهرات منتخب ټيم ددغو لوبو داتلوالۍ لپاره لوبه کوي.
دنيکبين دڅرګندونو له مخې دلوبو په پاى کې به اتلس غوره څيرې دهيواد دباسکتبال دملي ټيم غړيتوب ترلاسه کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته