
کابل، د وږي ۱۳مه، باختر
د امر باالمعروف او نهی عن المنکر وزارت سرپرست شیخ محمد خالد حنفي د یوه پلاوي په مشرۍ هرات ولایت ته وکړ.
د امر بالمعروف او نهی عن المنکر سرپرست شیخ محمد خالد حنفي په هغه غونډه کې چې د هرات والي مولانا نور احمد اسلام جار، دولتي چارواکو او یو شمېر نورو سیمه ییزو مسوولینو په ګډون جوړه شوې وه، وویل: د اسلامي امارت د رهبرۍ د په لارښوونه د اسلامي نظام د ټینګښت په موخه د ټولنې هر وګړی مکلف دی چې د اسلامي شریعت له معیارونو سره سم ځان برابر کړي.
هغه زیاته کړه، د اسلام مبارک دین ښځو ته زیات ارزښت او حقوق ورکړي او موږ د دغو ارزښتونو پلي کولو او د هغوی د حقونو تأمین ته ژمن یو.
شیخ محمد خالد حنفي ټینګار وکړ، چې اوس اسلامي نظام نافذ شوی او د اسلامي شریعت د پلي کېدو ترڅنګ به د هېوادوالو ستونزو او شکایتونو ته رسېدنه وکړي.
ورته مهال د هرات د صنايعو او کانونو د خونې رئيس حميدالله خادم د سوداګرو او صنعتکارانو لپاره د افغانستان د اسلامي امارت له لوري د امنيت او بشپړ ملاتړ له امله مننه وکړه.
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت د رهبرۍ په لارښوونه د اقتصادي ودې او پانګونې په برخه کې هم کار روان دی.