امنیت

٤ تنه وسله وال طالبان په فراه کې ووژل شول .

کابل باختر د ليندي  نهه ويشتمه :
٤ تنه وسله وال طالبان دفراه ولايت په مربوطاتو کې له امنيتي ځواکونوسره په جلا جلا نښتو کې ووژل شول .
دفراه ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند اقبال باهر دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه څلور  تنه وسله وال طالبان ددغه ولايت دپشت رود او بالابلوک په ولسواليو کې وژل شوي دي .
ده وويل چې په دغو نښتو کې دوه تنه نور وسله وال طالبان ټپيان شوي دي .
ديوبل خبرله مخې، دفراه ولايت دپوليسو  منسوبانو پرون  ديوې چاودنې مخه ونيوله .
دفراه ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند اقبال باهر دباختراژانس خبريال ته وويل چې وسله والو طالبانو دوه شل ليتره بوشکې  چاوديدونکي توکي ددغه ولايت دمرکز پورې  اړوند شورابک  په کلي کې تر يوه پلګوټې  لاندې ځاى پرځاى کړي  و چې دملي پوليسو دمنسوبانو له خوا کشف او شنډ کړى شول .
ختم_ ف _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته