کابل باختر د زمري څلورمه :
دملي پيوستون دپروګرام درې ديرش پروژې په بدخشان ولايت کې ګټې اخستنې ته وړاندې شوې .
دبدخشان ولايت دکليو دبيا جوړولو او پراختيا رييس دباختراژانس خبريال ته وويل په دغوپروژو کې دکليوالي سړکونو ، دموټرو دتګ راتګ دپلونو ، داوبو بريښنا دکوچنيو پروژو ، دڅښاک دروغتيايي اوبو دزيرمو او دکرنيزو کانالونو جوړول او په پليو لارو د ډبرو لګول شامل دي چې دوردوج ، ارګو ، کران او منجان ، شهدا ، شهر بزرګ او دزيباک په ولسواليو کې ګټې اخستنې ته وړاندې شوي دي .
ويل کيږي چې ددغو پروژو له ښيګڼو څخه څه دپاسه څلورو زرو کورنيو ګټه اخستې ده .
0 د یوې دقیقې څخه لږ