ټولنه

د ډاډګيرنې پيغام

کابل باختر د وږي د مياشتې  ١٥  :
د کار، ټولنيزوچارو، شهيدانو او معلولينو وزيرې د قندهار ولايت د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو د رئيس د شهادت عاملين په کلکه وغندل.
د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو وزيرې ډاکترې نسرين اورياخيل چې په دې اړوند يې د باختر آژانس له خبريال سره خبرې کولې؛ وويل چې شهيد نظرعلي قاطع څه موده مخکې د ناپيژاندو وسله والوکسانو له خوا تښتول شوى و او په دې وروستيو وختوکې د قندهار ښار د عينو مينې په ساحه کې شهيد کړاى شو.
قاطع معلول و او د ټولنې د ډير اړ قشر په  چوپړکې و. دى د معلوليت په درد په  ښه توګه پوهيده او په همدې دليل يې کار کاوه او د معلولينو او معيوبينو مواظبت يې کاوه، خو له بده مرغه د زمانې د قصبانو لاس هغه ته ورسيد او قاطع يې په ډزو سره شهيد کړ.
د کار، ټولنيزوچارو، شهيدانو او معلولينو وزارت د مشرتابه هيئت د دې ترڅنګ چې د خپلې ډاډګېرنې او همدردۍ مراتب د ارواښاد کورنۍ، دوستانو او خپلوانو ته څرګندوي؛ له امنيتي بنسټونو څخه غواړي چې د قاطع د وژونکو په نيولوکې پر له پسې هلې ځلې وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته