سیاستخبرونهTOP

ملا غني برادر ترکمنستان ته لاړ

– کابل / دسلواغې ١٨مه / باختر
په داسې حال کې چې د دوحې خبرې د طالبانو د مرکچي هيئت د غيابت له امله ځنډول شوي دي او د دغه ډلې د سياسي هيئت رييس په بهرنيوسفرونوبوخت دى .
د ترکمنستان دولتي خبرځايونو ويلي دي : د طالبانوسياسي هيئت د دغې ډلې د سياسي مرستيال او د دوحې د دفتر د رييس ملا عبدالغني برادر په مشرۍ ترکمنستان ته رسېدلى دى .
د طالبانو د ډلې سياسي مرستيال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانوسياسي هيئت پرون ترکمنستان ته ورسېد او د دغه هېواد د بهرنيو چارو د وزير د مرستيال له خوا هرکلى وشو .
د ترکمنستان د بهرنيو چارو وزارت تاييد کړى دى چې دغه سفر د دغه هېواد د بهرنيوچارو وزارت په رسمي بلنه شوى دى .
دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د طالبانو يو هيئت تهران ته سفر وکړ او د دغې ډلې يو بل هيئت مسکو ته تللي و .
ايراني مقاماتو ويلي دي چې دغه هېواد ته د طالبانو د هيئت سفر د افغانستان له دولت سره په سلامشوره کې شوې وه او د افغانستان لپاره د ايران ځانګړي استازى د طالبانو د هيئت له سفر وروسته کابل ته راغى او د طالبانو د هيئت د سفر د جزيياتو په اړه يې افغان مقاماتوته معلومات ورکړل . خو ترکمنستان او روسيې نه دي ويلي چې دغو دوو هېوادونوته د طالبانو د هيئت سفر د افغانستان د دولت په همغږى ترسره شوى دى که څنګه .؟
بايد وويل شي ٢٠ ورځې کېږي چې په دوحه کې د افغانستان د دولت د هيئت او د طالبانوترمنځ خبرې بندې دي .
ختم-ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته