امنیت

د هېواد په جنوب کې يو افغان سرتېرى دوه امريکايي عسکر ووژل

کابل / باختر/ د زمري ٨مه
يو افغان سرتېرى دوه امريکايي عسکر د افغانستان په جنوب کې په ډزو سره ووژل.
بريد کوونکى د امريکايي عسکرو په ډزو کې ټپي او ونيول شو.
ناټو په يوه خبرپاڼه کې د يوه افغان سرتېري په ډزو سره د دوو امريکايي عسکرو وژل مني، خو د پېښې د دقيقې سيمې او جزئياتو په باب يې څه نه دي ويلي.
په همدې حال کې د هېواد په جنوب کي يوه امنيتي خبرځاى باختر آژانس ته وويل چې پېښه په قندهارکې رامنځته شوې ده.
هغه وويل: په پېښه کې دوه امريکايي عسکر وژل شوي او دوه نوريې ټپيان شوي دي.
تر اوسه د پېښې علت روښانه نه دى.
ختم- ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته