سیاست

جمهوررییس محمد اشرف غني د بهرنیو چارو وزارت نوماند او سرپرست وزیر معرفي کړ

کابل / د وري ۱۷ مه / باختر

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررییس محمد اشرف غني نن مازیګر  محمد حنیف اتمر د بهرنیو چارو وزارت د نوماند او سرپرست وزیر په توګه، رسماً معرفي کړ.

باختر آژانس ته د جمهوري ریاست د ویندوی دفتر د معلوماتو له مخې؛ په پیل کې د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی ریاست سرپرست انجنیر الهام عمر هوتکي  د بهرنیو چارو وزارت د نوماند او سرپرست وزیر په توګه د محمدحنیف اتمر د  مقررېدو په اړه د جمهوررییس غني حکمونه ولوستل.

د بهرنیو چارو وزارت نوماند او سرپرست وزیر محمدحنیف اتمر د جمهوررییس غني له اعتماد څخه په مننې وویل، د اساسي قانون مطابق ولسمشریزې ټاکنې پایته رسېدلي، د نوماندانو له لوري د ټاکنیزو کمېسیونونو ټاکل شویوکمیشنرانو د ټاکنو پایلې اعلان کړي او د سیاسي جنجالونو لپاره هیڅ دلیل نه دی پاتې.

 اتمر څرګنده کړه، ولسواکۍ او د ټاکنو پروسې ته زیان اړوونکی به ملت او تاریخ ته مسوول وي. له خپلو سیاسي همکارانو څخه غواړم چې د هیواد د علیا ګټو او ملي مشارکت په موخه د جمهوررییس غږ ته لبیک ووایي. هغه زیاته کړه: حکومت ملي مشارکت ته ژمن دی او موږ به د بهرنیو چارو وزارت لپاره خپله کاري برنامه  د تصویب لپاره د کابینې غونډې ته وړاندې کړو.

د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح د بهرنیو چارو وزارت نوماند او سرپرست وزیر محمدحنیف اتمر ته د مبارکۍ پرمهال د جمهوررییس غني د تصمیم ملاتړ وکړ. هغه زیاته کړه: د بن له ناستې وروسته د افغانستان بهرنی سیاست یو سوژه یي او د تروریزم پر خلاف مبارزې متمرکز وو، مګر اوس زموږ په بهرني سیاست کې تنوع راغلې او څو سوژه یي شوی دی.

صالح وویل: موږ غواړو په بهرني سیاست کې نوې اړیکې ایجاد کړو او د داخلي قدرت او وحدت په تمثیل سره هغه بیرونۍ انتباه چې ګواکې د دولت دستګاه د ټولو استازیتوب نه کوي، له منځه یوسو. هغه زیاته کړه، موږ به د فعالې ډيپلوماسۍ له لارې د ځینو هیوادونو له لوري د طالبانو ډلې ته د باج ورکولو لړۍ حداقل ته ورسوو.

د جمهوررییس لومړي مرستیال وویل، ځینې افراد او اشخاص لا هم د دویم بن تکرار ته منتظر او لېوال دي، مګر دوی باید دا درک کړي چې دا نوییمه لسیزه نه ده، افغانستان بدلون کړی او جمهوررییس د هیواد له ۲۶ ټولنیزو او اغېزناکو اقشارو سره دوامدار په تماس کې دی. هغه زیاته کړه، فعاله ډيپلوماسي او د بهرنیو چارو وزارت بنسټ پیاوړي کول زموږ له لویو موخو څخه یوه ده.

جمهوررییس غني د بهرنیو چارو وزارت له نوماند او سرپرست وزیر څخه د مننې ترڅنګ نوموړي ته په نوي ورسپارل شوي مسوولیت کې د بریا هیله وکړه او وې ویل، د افغانستان د ډيپلوماسي دستګاه او زموږ ډيپلوماتان باید د افغانستان د دولت او خلکو استازیتوب وکړي.

د هیواد جمهوررییس  په ټینګار سره وویل: زموږ د ډيپلوماسۍ دستګاه باید په بین المللي کچه زموږ ملي اراده تمثیل کړي. موږ باید د سیمه ییزې اجماع  محور او سیمه ییزو همکاریو څلور لاره واوسو. هغه زیاته کړه:  زه د نورو برعکس په افغانستان کې د بحران پرځای فرصت وینم او باوري یم چې له نوې کابینې سره به چې د تشکیل په حال کې ده، په افغانستان کې فرصتونه ایجاد شي.

محمداشرف غني پر سیمه ییزې او نړیوالې اجماع ټینګار وکړ او ویې ویل: په افغانستان کې د اکثر نظامونو تجربې ته په کتو له جمهوریت پرته ثبات ناممکن دی. موږ ټول د افغانستان استازي یوو او د افغانانو استازیتوب کوو.

د هیواد جمهوررییس په تېرو پنځو کالو کې د هیواد بېلابېلو ولایتونو ته ۸۹ سفرونو ته په اشارې وویل، اوس افغانستان بدلون کړی او د دغه بدلون نښې په پکتیکا، هلمند، دایکنډي او ټولو ولایتونو کې لیدل کېږي.# 

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته