کابل باختر د مرغومي څلورمه :
په پاکستان کې د افغانستان د ځينو خصوصي تصويري رسنيو د خپرونو د بندولو په باب رسيدلي شکايتونه څيړل شوي دي.
د اطلاعاتو اوفرهنګ وزير ډاکترسيدمخدوم رهين چې په دې اړوند يې د باخترآژانس له خبريال سره خبرې کولې؛ وويل چې په پاکستان کې د افغانستان د ځينو خصوصي تصويري رسنيو د بندولو په باب دپاکستان له کويټې او نورو سيمو سره د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت ته شکايتونه را رسيدلي دي.
دغه وزارت د رامنځته شوې ستونزې دحل کولو په خاطر په کابل کې دپاکستان له سفارت سره په اړيکه کې دى چې په دې اړونددمنطقي حل په لارې بريالي شي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ