ورزش

داماراتو دکرکټ ټيم په دريمه لوبه کې هم دافغانستان دکرکټ دټيم په وړاندې ماتې وخوړه .

کابل باختر د ليندى نهه ويشتمه :
دافغانستان دکرکټ ملي ټيم داماراتو دکرکټ ملي ټيم ته ماتې ورکړه .
دکرکټ بورد وياند فريد هوټک نن دباختراژانس خبريال ته وويل ددغو دوو ټيمونو ترمنځ دريمه لوبه پرون په عربي متحده اماراتو کې  دشل اوريزو ساليو په دوام ترسره شوه او دافغانستان دکرکټ ملي ټيم داماراتو  دکرکټ ملي ټيم ته ماتې ورکړه .
ديادونې وړ ده چې دافغانستان دکرکټ ملي ټيم په دوو نورو لوبو کې هم داماراتو دکرکټ ملي ټيم ته ماتې ورکړې ده .
ټاکل شوې ده  دهېواد دکرکټ دملي ټيم  غړي نن له غرمې وروسته هېواد ته راستانه شي .  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته