امنیت

په قندهار ولايت کې اووه ويشت تنه وسله وال طالبان ووژل شول او څلور تنه ټپيان شول.

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٧
د قندهار ولايت دشا ولي کوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې دچاڼيزو عملياتو له امله اووه ويشت تنه وسله وال طالبان ووژل شول او څلور تنه نور ټپيان شول.
دقندهار ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند ضيا دراني دباختر آژانس خبريال ته وويل : افغان ګډو ځواکونو له دوو ورځو راپه دې خوا دشا ولي کوټ ولسوالۍ په ځينو برخو کې چاڼيز عمليات پيل کړي دي چې له امله يې اووه ويشت تنه وسله وال طالبانووژل شول او څلور تنه نور ټپيان شوې دي .
دراني زياته کړه ددغو عملياتو په بهير کې ددغې ولسوالۍ زياتره سيمې دوسله والو طالبانو له شتون څخه پاکې شوې او دغه چاڼيز عمليات په بشپړه توګه دوسله والو طالبانو له شتون څخه د سيمو ترپاکولو پورې دوام لري.
د دراني دڅرګندونو له مخې دعملياتو په بهير کې يوه اندازه جنګي وسايل هم دامنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي .
په دغو عملياتو کې ملکي وګړو او دولتي ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى.
د يادونې وړ ده چې دشا ولي کوټ دولسوالۍ په پاکولو سره دقندهار – روزګان لويه لاره چې دوسله والو طالبانو له خوا تړل شوې او نا امني زياته شوې وه بيا پرانستل شوه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته