امنیت

په ننګرهار کې په پوځي عملياتو کې ددولسو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل .

کابل باختر دوري  نولسمه:
دوسله والوطالبانو دډلې ددووتنو پاکستانيانو  په ګډون دولس تنه وسله وال طآلبان په ننګرهار ولايت کې دپوځي عملياتو په بهير کې  ووژل شول
په دغو جګړه مارانو داردو او پوليسو دپوځيانو له خوا دننګرهار ولايت دخوږيانيو ولسوالۍ په  ترمي خور سيمه کې  ددوى په پټنځايونو کې بريدونه وشول او ووژل شول .
دغه عمليات داردو او پوليسو دسل ګونو تنو منسوبينو په ګډون  پرون په دې سيمه کې پيل شوي دي او تراوسه پورې دوام لري .
دننګرهار ولايت دامنيې قوماندانۍ ويندوى  حضرت حسين  مشرقي وال دباختراژانس خبريال ته وويل چې ددغو عملياتو په بهير کې تراوسه پورې دولس تنه وسله وال طالبان  وژل شوي دي .
په همدې حال کې دخوږيانيو ولسوالۍ يو سيمه ئيز مسوول وايي چې په وژل شويو کسانو کې دوه تنه پاکستاني اتباع هم شامل دي .
په دغو عملياتو کې برخه والو دوسله والو طالبانو څو پټنځايونه دړې وړې  کړي دي او ددغې ډلې  په لسګونو سپک او درانده  جنګي وسايل  او په سلګونو  کيلوګرامه چاوديدونکي  توکي ترلاسه کړي دي .
دننګرهار ولايت دپوليسو ويندوى  وايي چې دغه عمليات دوسله والو طالبانو له شتون څخه دخوږيانيوولسوالۍ دپاکولو  په مقصد پيل شوي دي او همدا اوس هم دوام لري .
  ده وويل چې تراوسه پورې ددغو عملياتو په بهير کې پوځيانو اوملکي وګړو ته دسرزيان  نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته