امنیت

د افغانستان په ختيځ کې طالبانو ته د جنګي وسايلو دليږدونې په وخت کې د پنځو تنو پاکستانيانو نيول کيدل

کابل باختر دسلواغي شپاړلسمه :
د دوو تنو ښځو په ګډون پنځه تنه پاکستانيان چې ويل کيږي وسله والو طالبانو ته يې دجنګي وسايلو دليږدونې نيت درلود؛ په ختيځ ولايت ننګرهارکې دپوليسو له خوا ونيول شول .
دغه کسان پرون ناوخته د جلال آباد ښار د بهسودو پله ته څېرمه له جنګي وسايلو سره ونيول شول .
د ننګرهار ولايت د امنيې قوماندانۍ مرستيال جنرال اميرخان د باخترآژانس خبريال ګلستان غالب ته وويل چې له دغو پاکستاني اتباعوڅخه د ماينونو او دلاسي بمونو په ګډون په لسګونو جنګي وسايل ترلاسه شوي دي .
جنرال اميرخان وايي چې دغو پنځو تنو پاکستانيانو جنګي وسايل په پاکستان  کې بار کړي و او له ختيځ ولايت کونړ څخه په تيرولو سره يې غوښتل دجلال آباد ښار ته وليږدوي .
نيول شوي کسان دپاکستان د سوات درې اصلي اوسيدونکي سلما، روبيده، احمد، پيرمحمد او عظيم بلل شوي دي.
د ننګرهار ولايت د امنيې قوماندانۍ مرستيال وايي چې دغه کسان له تروريستي ډلو سره د مرستې لپاره د يو لړکړيو له خوا افغانستان ته راغلي و او په ښکاره يې  دکونړ ولايت په شيګل ولسوالۍ کې ژوندکاوه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته