امنیت

په قندهار کې دطالبانو دسردروند زيان

-کابل باختر دکب شپاړلسمه :
څلورويشت تنه وسله وال طالبان په قندهار ولايت کې دپوځيانو په نويو بريدونوکې ووژل شول .
په دغو طالبانو له تيرې شپې  څخه تر نن سهار پورې دقندهار ولايت دشاه ولي کوټ  او خاکريز دولسواليو په مربوطاتو کې  بريدونه وشول
دهېواد په جنوب کي  دملي اردو يوه جګپوړي  قوماندان باختراژانس ته وويل چې دپوځيانو په دغو بريدونوکې څلورويشت تنه  وسله وال طالبان وژل شوي دي .
ده وويل چې په طالبانو دشاه ولي کوټ اودخاکريز دولسواليو په مربوطاتو کې  بريدونه وشول  او په دغو بريدونوکې  دهغوى درې پټنځي  له ټولو جنګي وسايلو سره يې دړې وړې شوي دي .
  ختم_  عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته