امنیت

په کاپيسا او لغمان کې ددوو چاودنو مخنيوى

کابل باختر د سلواغې دولسمه : دکاپيسا او لغمان په ولايتونوکې ددوو چاودنو مخه ونيول شوه امنيتي مامورانو نن سهار دکاپيسا ولايت دتګاب او دلغمان ولايت داليشنګ دولسواليو په لارو کې څو ماينونه کشف او شنډ کړل دسيلاب قول اردو درسنيو دفتر ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې طالبانو غوښتل ددغو ماينونو په کارولو سره ملکي وګړو ته خونړۍ پيښې رامنځته کړي خو بريالي نه شول . وسله وال طالبان په افغانستان کې په لويو لارو او سړکونو کې دماينونو اوبمونو په ښخولو لاس پورې کوي هغه اقدام چې له ملکي وګړو څخه قرباني اخلي . ختم- عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته