امنیت

يو تن د ماين د چاودنې له امله شهيد شو

ميمنه باختر دلړم دمياشتې ١٤ نيټه  :
يو ملکي وګړى نن سهار په فارياب ولايت کې د ماين د چاودنې له امله شهيد شو.
د فارياب ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند باختر آژانس ته وويل: دغه چاودنه د ميمنې ښار د پنځمې ناحيې د خدمت آباد په سيمه کې وشوه چې له امله يې يو ملکي وګړى شهيد او د ماشومانو په ګډون پنځه تنه نور ملکي وګړي ټپيان شول.
دميمنې ښار د افغان _ ترک د روغتون مرستيال ډاکتر سيد سليمان د دوو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بللى دى.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته