کابل باختر د ثور لومړي :
دغزني ولايت په مربوطاتوکې تيره شپه دملي اردو دعسکرو اود وسله والو مخالفينو ترمنځ نښته کې پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
دملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ، جګړه هغه وخت ونښته چې د ملي اردو يوشمير افراد دغزني ولايت په واغز ولسوالۍ کې دامنيتي دندو د ترسره کولو په وخت کې له يوې ډلې وسله والو مخالفينو سره مخامخ شول چې د متقابلو ډزو له ا مله پنځه تنه وسله وال مخالفين ووژل شول اويو تن بل يې ټپي شو.
دجګړې په ساحه کې يوه اندازه مهمات او سپکې وسلې د ملي اردو دمنسو بينو لاس ته ورغلي دي او په دې پيشه کې د ملي اردو عسکرو ته زيان نه دى او شتى
ديو بل خبر له مخې، دوه تنه وسله وال مخالفين د قندهار ولايت دميوند ولسوالۍ په مربوطاتوکې دملي اردو دمنسوبينو دچاڼيزو عملياتو په بهير کې له يو کلاشينکوف ،يوې ايکم مخابرې او يو موټر سايکل سره ونيول شول.
1 1 دقیقه لوستل