سیاست

دهېواد دخپلواکۍ دبيرته ترلاسه کولو اووه نويمې کاليزې د نمانځنې دکميسيون لومړى غونډه جوړه شوه .

کابل باختر دزمري  پنځمه :
دهېواد دخپلواکۍ دبيرته ترلاسه کولو داووه نويمې کاليزې دنمانځني دکميسيون لمړى غونډه نن دملي دفاع وزارت دلوى درستيز او ددغه کميسيون درييس ستر جنرال ارګانحرب قدم شاه شهيم په مشرۍ جوړه شوه .
دغه کميسيون دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس محمد اشرف غني له حکم سره سم په ښه توګه دهېواد دخپلواکۍ دبيرته ترلاسه کولو داووه نويمې کاليزې دنمانځنې په خاطر جوړه شوې ده .
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې  په دې غونډه کې چې دکورنيو چارو ، اطلاعاتو او فرهنګ ، پوهنې ، سرحدونو  او قبايلو دچارو او دبهرنيو چارو دوزارتونو، دکابل ګارنيزيون  دقوماندانۍ ،دچارو دادارې ، دکابل ښاروالۍ ، بدنې روزنې او سپورت رياست او دنورو اړوندو ارګانونو دواکمنو استازو په ګډون جوړه شوه  څلور کاري کميټې انتخابې شوې. 
دغه کميټې له پروګرام سره سم دمراسمو دپرځاى کولو دځاى په ښکلي کولو ، دشعارونو په برابرولو ، دبلنې دکارتونو په برابرولو او دهغو په ويش او دمراسمو دامنيت دتامينولو په لاره کې عملي اقدامات کوي .
په غونډه کې دغه راز دفرهنګي چارو مطبوعاتو په رسنيوکې دخپرونو او دامنيتي مسئلو په  باب خبرې وشوې .
دملي دفاع وزارت لوى درستيز او دکميسيون رييس په  مقدماتي خبرو کې وويل چې په ښه توګه دهېواد دخپلواکۍ دبيرته ترلاسه کولودکاليزې نمانځنه دهېواد دمجاهدينو ، قاضيانو او شهيدانو درناوي دى چې په اتلوالۍ سره يې دهېواد دخپلواکۍ او دخلکو دعزت او شرافت دفاع کړې ده .
دافغانستان خلکو له دريو سختو او ناانډولو جګړو وروسته دنړۍ له ډيرې سترې امپراتورۍ څخه دهېواد خپلواکۍ ترلاسه کړه او تراوسه پورې يې ساتنه شوې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته