(PS)سیاست(PS)خبرونهTOP(PS)(PS)ښوونه او روزنه

محمد عزیز حکیم اوف: د افغانستان د تحصیلي او تعلیمي پرمختګ لپاره هر ډول همکاریو ته ژمن يو

کابل، د وږي ۶مه، باختر
د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال دوکتور لطف الله خيرخواه په خپل کاري دفتر کې د ازبکستان د لوړو زده کړو وزارت د نړیوالو اړیکو د برخې له مرستیال محمد عزیز حکیم اوف او مل پلاوي سره وکتل.
خیرخواه په دغه کتنه کې له افغانستان سره په تحصیلي برخو کې د ازبکستان د ترسره کړيو همکاريو ستاينه وکړه.
د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستيال له نوموړی څخه د افغانستان په تحصیلي بنسټونو کې د ازبکي ډيپارټمنټونو د ملاتړ، د اوسپنې پټلۍ په برخه کې د ګډې ماسټرۍ او دوکتورا او همدارنګه د ټرانسپورټيشن اړوند د سړک او پل جوړونې تخصصي برنامو د رامنځته کولو او په دې برخو کې د همکاریو غوښتنه وکړه.
په همدې حال کې ازبکستاني پلاوي په دغه کتنه وويل چې د افغانستان د تحصیلي او تعلیمي پرمختګ لپاره هر ډول همکاریو ته ژمن دي او په تحصیلي برخو کې به د اړتیاوو پوره کولو هڅې وکړي.
په ورته وخت کې د دواړ لوریو ترمنځ افغان محصلینو ته د بورسونو د ورکړې په اړه هم خبرې وشوې، چې د څرنګوالي او امتیازاتو له مالومولو وروسته به پرې هوکړه وشي.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا