ټولنه

په سرپل کې ٥٠ زره نيالګي کېنول کېږي

کابل / دکب ٢١مه / باختر :
د کب د شلمې د نيالګيو کېنولو د ملي ورځې په مناسبت  د سرپل دکرنې رياست پنځوس زره  مېوه لرونکي او ډولي نيالګي په دغه ولايت کې کېنوي .
د دغو نيالګيو د کېنولو بهير پرون  پيل شوى دى.
د سرپل دکرنې رياست  د دغه ولايت له خلکو څخه وغوښتل چې په دې کمپاين کې ګډون وکړي او د نيالګيو په کېنولو سره دې خپل چاپيريال سمسور او له ککړتيا څخه خلاص کړي.
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته