امنیت

په کابل کې دځانمرګي بريد له امله يوتن شهيد شو .

کابل باختر د غبرګولي يو ديرشمه :
دکابل دپوليسو مقامات وايي چې دکابل ښار دقمبر څلور لارې ته څيرمه دنن سهار پيښه ديوځانمرګي بريد زيږنده  وه .
دکابل ولايت امنيه قوماندان جنرال محمد ظاهر ظاهر دباختراژانس خبريال ته وويل: دځانمرګي يرغلګر هدف د سولې دعالي شورا ددارالانشا رييس معصوم ستانکزي  وو .
ځانمرګي يرغلګر خپل موټر له هغو وسايطو سره ټکر کړ چې دسولې دعالي شورا ددغه مقام ملګرتيا يې کوله .
دکابل ولايت امنيه قوماندان په دې پيښه کې ديوه لاروي شهادت او دڅلورو تنو نوروملکي وګړو ټپي کيدل تاييد کړل  او يادونه يې وکړه چې په دې  پيښه کې معصوم ستانکزي ته زيان نه دى اوښتى .
  ويل شوي دي چې دنن سهار پيښه ددعوت خصوصي پوهنتون ته څيرمه شوې ده چې له امله يې  يوه ليږدونکي  واسطه هم ويجاړه شوې ده اوپيښې  ته څيرمه عمومي واټ ددوو ساعتونولپاره دترافيکو پرمخ وتړل شوه .
  نننۍ ځانمرګى بريد دروان کال دغبرګولي دمياشتې له شپږمې  نيټې وروسته چې په هغه کې د ډاکتر عبدالله عبدالله دانتخاباتي کمپاين په  کارکوونکو بريد وشو په کابل کې لومړى ځانمرګي بريد دى  .
په دې پيښه کې د ډاکتر عبدالله عبدالله ددريو ساتوونکو په ګډون يوشمير کسانو ته مرګ ژوبله واوښته .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته